
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «مسلمون حول العالم» له قوله خپور شوی، د ناروې پلازمېنې اسلو د دیني او فکري مشرانو د یوې غونډې کوربه وه. په دې غونډې کې د ناروې د دینونو او مذهبونو د همکارۍ شورا اړوند د دیني او فکري بنسټونو لوړپوړي استازي سره راټول شوي وو، څو د خبرو اترو، تجربو تبادلې او د دې مختلفو مکتبونو د ټولنې د ګډو ټولنیزو مسئلو په اړه بحث وکړي.
دا غونډه چې په کال کې دوه ځله ترسره کېږي، د دیني او فکري مشرانو ترمینځ د مستقیمو خبرو اترو لپاره زمینه برابروي او ګډونوالو ته اجازه ورکوي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او تجربې سره شریکې کړي.
فاروق تیرزیچ، چې د اسلامي خبرو اترو د چینل مشر او په ناروې کې د بوسنیائي اسلامي ټولنې د اسلو د جماعت امام دی، د مسلمانې ټولنې په استازیتوب په دې غونډې کې ګډون وکړ. هغه په ناروې کې د مسلمانانو لیدلوری وړاندې کړ او د ورځني ژوند او له پراخې ټولنې سره د هغوی د اړیکو پر موضوعاتو ئې تمرکز وکړ.
په دې غونډې کې د مسیحي، یهودي، بودایي او هندوئي بنسټونو لوړپوړي استازي، او همدارنګه فکري او بشري ادارې هم شاملې وې، چې د ناروې د مختلف ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ یې د نظرونو او تجربو د تبادلې فضا برابره کړه.
دغه پروګرام د اقلیتونو پر ملاتړ متمرکز و، او ګډونوالو د خپلو ټولنو پر وړاندې د موجودو ننګونو په اړه بحث وکړ او د رسمي او ټولنیزو بنسټونو رول ئې د امنیت او د تړاو د احساس په پیاوړتیا کې وڅېړه.
بحثونه یوازې پر عمومي موضوعاتو محدود نه وو، بلکې هغو ورځنیو حالاتو او ننګونو ته هم وغځېدل چې د بېلابېلو دیني او فکري ډلو ترمینځ د متقابل باور او مستقیم تفاهم د رامنځته کولو اهمیت څرګندوي.
https://iqna.ir/fa/news/4351148